امنیت

د جمهور رئيس کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ٦ مه:
د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا نوبتي غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
لومړی د پروان ولایت د غوربند درې د سیاه ګرد په ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د وروستيو بمباريو په پېښه کې د شهيدانو او ټپیانو یوشمېر وارثانو، د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه غونډې ته په تفصيل سره معلومات وړاندې کړل.
د ملي امنیت شورا، د حقیقت موندنې د موظف پلاوي د رپوټ او د سیمې د خلکو د سترګو ليدلي حال له اورېدو وروسته، د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې د شهيدانو وارثانو ته لازمې مالي مرستې ورسوي، د بستري ټپیانو پوښتنه وکړي او د سیمې د اوسیدونکو امنیتي ستونزې دې حل کړي.
همدا راز غونډې  د امنیتي ځواکونو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د چاڼیزو عملیاتو د پرمخ بیولو پر مهال دې  د ملکي وګړو د ځان او مال خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
په همدې ډول، د امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د موجود امنیتي حالت په اړه د ملي امنیت شورا ته  په مفصل ډول رپوټونه وړاندې کړل او هغه  امنیتي پېښې په  دقیق ډول تحلیل شوې چې په تېرو دوه ـ  درې اونيو کې په هېواد کې رامنځته شوې.
په پای کې د ملي امنیت شورا په هېواد، په ځانګړي ډول د کابل، بدخشان، غزني او د فاریاب په ولایتونو کې د امنیتي حالت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او یو ځل بیا یې له بهرنيو ځواکونو څخه د افغانستان حکومت ته د امنیتي لېږد د بهير پر بشپړوالي، په ټاکلې نېټه د انتخاباتو په ترسره کېدو او د هېوادوالو د روحیې د کمزورې کېدو په مخنیوي کې د رسنيو پر رول ټينګار وکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته