اقتصاد

په کندزکې د شاتو مچیو ۲۰۰ صندوقونه ووېشل شول

کابلباختر د چنګاښ ١۵مه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په کندزکې د مچیو لرونکو پر ټولنو د شاتو مچیو ۲۰۰ صندقونه ووېشل.
د کندز د کرنې رییس عبدالهادي قرلُق باختر آژانس ته وویل چې دغه صندوقونه د کندز د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې، د دغه ولایت په مرکز او خان آباد، امام صاحب، ګل تیپې او علي آباد ولسوالیوکې د مچیو ساتلو پر ۴۰ غړیو ووېشل شول.
د شمال ختیځ زون د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام همغږي کونکي محمد حسن فروتن وویل چې دغه بهیر به د شمال ختیځ زون په نورو ولایتونوکی هم دوام ولري.
هغه زیاته کړه چې د کرنې او اوبولګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د شاتو مچیو انډي په بلخ او سمنګانوکې پر ۱۰۰مچي لرونکو ویشلي وو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته