امنیت

په بغلان کې د اووه توغندیو په لګېدو سره دوه تنه ټپیان شول

کابل / د چنګاښ ۲۴ / باختر
اووه توغندي پرون د پلخمري ښارپه مربوطاتوکې ولګېدل چې په پایله کې ۲ تنه ټپیان شول.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه توغندي د طالبانو د کنترول له ساحوڅخه توغول شوي دي او د پلخمري ښارد استوګنې پرکورونو ولګېدل.
هغه زیاته کړه چې د دغو توغندیو د لګېدو په پایله کې د یوې ۷ کلنې نجلۍ په ګډون ۲ تنه ټپیان شول او څوکورونو ته هم زیان آوښتی دی.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وویل چې د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت مخ په ښه والی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته