کابلباختر د غوييد مياشتې٩
په هرات ښار کې د لاسي بم دچاودنې له امله دوو تنوته مرګ ژوبله واوښته .
په دې پيښه کې چې د ليلامي واټ د استوګنې په يو کور کې رامنځته وشوه يوه څلويښت کلنه ميرمن ووژل شوه او ځوان زوى يې ټپي شو.
په همدې حال کې د هرات پوليسو د لاسي بم د غورځولو په تور د دغې کورنۍ د پلار د نيولو خبر ورکړ.
دخواجه عبدالله انصاري د روغتون د مسوولينو د څرګندونو له مخې: دغه ځوان اوس تر درملنې لاندې دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ