امنیت

دکورنيو چارو وزارت دوسلو دليږدونې دجواز دليږدونې نوى پروګرام عملي کوي .

کابل باختر د ليندي اوومه :
دکورنيو چارو وزارت له ډول ډول  جرمونوسره دمقابلې  دغيرو مسوولو وسله والوکسانو دتګ راتګ دمخنيوي او دامنيت دتامينولو په مقصد نوي اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي چې يو يې دوسلو دليږدونې دجواز نوي کول دي
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې،  دکورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک نن په يوه غونډه کې  په غوښتونکو ته دوسلو دجوازنوي طرز العمل  اعلام کړ .
ده وويل: ددغه طرز العمل  له مخې هغه کسان  چې کورنيو چارو له وزارت څخه دوسلې  دمجوز غوښتنه کوي هغوى نه يوازې د يوې سپکې وسلې مجوز ورکول کيږي .
ده وويل هغه کسان چې مخکې  له دې  ديوې وسلې مجوز لري بايد نورې يې دکورنيو  چارووزارت  دتروريزم  پرخلاف دمبارزې  رياست ته وسپاري .
ده زياته کړه  چې ددغه طرز العمل داعلام هدف دهېواد له غير مسوولو  وسله والو کسانو څخه دهېوادوالو مصوونيت  دى .
برمک  زياته کړه  چې دوسلو دليږدونې دمجوز  غوښتونکو ته له څيړنې  وروسته دوسلې دليږدونې کارت ورکول کيږي چې له تروريزم  سره دمبارزې رياست په سيتم کې شامل شوى دى او جعل يې ناشونى دى .
ده يادونه وکړه چې په هېواد کې په څه دپاسه نوي زرو تنو دوسلو دليږدونې جواز ليکونه ويشل شوي دي چې پنځه پنځوسو زره تنه يې اصلي جواز لري او دنورو جواز ليکونه تمديدي دي .
  برمک وايي چې سياستوالو او دمدني ټولنې فعالانو دوسلو دويش دجواز دنوي کولو دبهير ملاتړ اوهرکلى کړى دى
برمک وويل هغه کسان چې دوسلو دليږدونې جواز دترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي  شهرت يې په سيستم کې  درج شوى دى او بايوميتريک  کيږي او ددغه طرز العمل په تطبيق سره هغه کسان چې  دوسلو  دليږدونې قانوني جواز لري اويايې  نه لري پيژندل کيږي .
ده زياته کړه چې دپيکا او توغندى  ويشتونکى په ګډون دوسلو ليږدونکو ته جواز نه ورکول کيږي .
دده دڅرګندونوله مخې،  په دې طرز العمل  کې ښکاري وسلو ته هم ځينې محدوديتونه په پام کې  نيول شوي دي او دجګپوړومقاماتو دوسلو دليږدونې دجواز لپاره ديوبل نوي طرز العمل  په باب کار دوام لري او دهغه له  بشپړيدو وروسته به په هغه باندې  هم تصميم ونيول شي .   ختم-   سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته