امنیت

دناپيژاندو وسله والو له خوا ديوه پوځي تښتول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ د روغتيايي چارو آمر دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مرستيال احمد جاويد بشارت دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : د بغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ د روغتيايي چارو آمر ډاکتر ګل محمد وفا پرون مازيګر کله چې له مرکزي بغلان څخه پلخمري ښارته روان و ، دسپرلۍ موتر يې دبالا دورې ښوونځي په سيمه کې دناپيژاندو وسله والو له خوا ودرول شو او دى يې له ځان سره بوته بشارت زياته کړه : امنيتي ځواکونو دتښتووونکو له منګولو څخه د ده لپاره هڅې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته