کابل باختر دلړم دويمه :
دملي اردو منسوبينو پرون په فراه ولايت کې چاڼيز عمليات ترسره کړل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: ددغو عملياتو په بهيرکې چې ددغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د دولت يو شمېر وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه راز دوه کلاشينکوفونه دملي اردو دځواکونو له خوا ترلاسه او يو ماين کشف او شنډ کړى شو .
ديوبل خبر له مخې: دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې چې پرون ترسره شول؛ د دولت يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او دهغوى وسلې اومهمات هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلې دي .
دغه راز د دولت پنځه تنه وسله وال مخالفين دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ونيول شول .
1 1 دقیقه لوستل