ټولنه

په هرات کې ديو ستر کانال د جوړولو کار پيليږي

کابل باختر دوري دمياشتې  ٨ :
په هرات ولايت کې دپائين آب دستر  کانال د جوړولو طرحه  ډير ژر پيليږي .
ټاکل شوې ده دغه طرحه دملګروملتو دسازمان   دوګړو دميشت  کولو دموسسې په مرسته  دپنحه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت دهرات ښاروالۍ ترنظرلاندې عملي شي .
دهرات والي سيدفضل الله  وحيدي  دملګروملتو دسازمان  ديو ان   هبيتات  دهمکارۍ له امله دقدردانۍ په ترڅ کې   په سيمه ييزه  کچه دعمومې  خدمتونو دپراختيا غوښتنه وکړه .
د  هرات ښاروالۍ   سرپرست انجينر   عبدالعزيز احراري    دباخترآژانس خبريال ته  وويل : د دغې طرحې په عملي کيدوسره  د  ښار په  کچه کثافات  د  يوې  واحدې مجرا له  لارې   دښاري تصفيه  خانې مرکز ته ليږدول کيږي .
ښاغلي احراري  دناحيو دژوندانه دچاپيريال دحالت په ښه والي کې ددغې طرحې  عملي کول مهم وبلل .
له بلې  خود دهبيتات د دفتر رييس سيدسعدالله وهاب  دښاري پيوستون دپروژو دپروګرامونو دبشپړولو خبر ورکړ او ويې ويل : په نږدې  راتلوونکې کې هغه  نهه څلويښت پروژې  چې  ددوو  ناحيو په  کچه د کوڅو او دويالو پخول شامل دي عملي کيږي .
ده وويل : دغه پروژې به   دڅه دپاسه دريو مليونو يورو په لګښت  دخلکو په ونډې اخيستنې سره دهرات ښار داتمې او دولسمې ناحيې په مربوطاتو کې عملي شي.
دښاري پيوستون دپروګرام په بشپړيدوسره  دهرات ښار  دناحيو اوسيدونکو ته 
زياتې اسانتياوې برابريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته