سیاست

دماليې وزير دچين له سفير سره د دوه اړخيزو همکاريو په باب خبرې وکړې.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې دچين له سفير ياوجينګ سره وکتل  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو ګمرکي همکاريو،په دارالامان کې دماليې وزارت دنوې ودانۍ دجوړولو د پروژې دتمويل ،دپيښور –جلال آباد د اوسپنې پټلۍ او دقندهار کويټې دسړک دجوړولو په باب خبرې وکړې .
افغانستان او چين تفاهم کړى دى چې دانرژۍ، ترانسپورت او داوبو د تنظيم په برخو کې له يوبل سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته