امنیت

دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان په کاپيسا کې ووژل شو

کابل باختر دليندي اتلسمه :
د وسله والوطالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان تېره شپه په کاپيسا ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
په دې نښته کې ددغه قوماندان دوه تنه افراد هم ټپيان شوي دي.
دغه جګړه دنجراب ولسوالۍ په پچه غان سيمه کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په امنيتي ځواکونوبريد وکړ .
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمرسمونوال اسدالله حميدي باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې د محمدحسين په نامه دطالبانو قوماندان ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته