سیاست

تبصره :

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ :
سره له دې  چې  دافغانستان  اسلامي جمهوريت  ټينګار کړى  دى  چې  په افغانستان کې دسولې او په سيمه کې  دثبات په خاطر درغنده خبرو هرکلى کوي خو په ناڅرګندو اړخونو سره ، دسيمې هېوادونو ته  دطالبانو د  هيئت     سفر ته په فتنې سره ګوري .
دباخترآژانس مبصر ليکي :
درارسيدلو خبرونو له مخې دطالبانو يوهيئت  دچين له مقاماتو سره دخبرو لپاره  پيکينګ ته رسيدلى دى  .
چين يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په افغانستان کې دشخړې د پاى ته رسيدو او ثبات په خاطر تر اوسه پورې  په افغانستان کې د  سولې په  څلورو   څلور اړخيزو غونډو کې ګډون کړى دى.  خوله دغو غونډو څخه دسيمې  او طالبانو په وړاندې دپاکستان د څواړخيزو سياستونو له امله ملموسې نتيجې    نه دې ترلاسه شوي .
زياتره پوځي اوسياسي کارپوهان په دې باور دي ، پاکستان په دغه شان هلو ځلو سره  ددې زمينه برابروي  چې طالبان په سيمه  کې د سياسي او  نظامي قدرت په  توګه هويت پيدا کړي. که چېرې په سيمه او افغانستان کې دسولې   په وړاندې  دکارپوهانو له باورونو او روايتونو څخه تير شو ،د دې ويره شته  چې دغه شان خبرې او ليده کاته په سيمه کې دتروريستي  ډلو لپاره   دسيمې   له هېوادونو سره دطالبانو دپخلاينې دزمينې  فرصتونه برابر نه کړي.
پاکستان  هيڅکله په افغانستان کې دسولې په نسبت  صادق نه دى که چېرې  دغه هېواد وغواړي او په  صادقانه  ډول  اراده  وکــــړ ي چې  په   افغانستان  او پاکستان کې سوله تامين شي ،په هغه نفوذ سره چې په بيلابيلو کړيو يې  لري کولاى شي  په سيمه  کې دسولې اوثبات عامل شي خو له بده مرغه دغه  شان نه ده .
دطالبانو دهر سياسي  او نظامي حرکت ترشا  په پاکستان کې دخاصو کړيو  لاس شته  او همدغه  څرګند دليل دى  چې  هم په ملي کچه او هم په نړيوال ډګر کې دغه شان تفکر پياوړى کيږي چې پاکستان ترهغه وخت پورې چې دطالبانو له ملاتړ څخه لاس  وانخلي  په افغانستان اوسيمه کې سوله نه تامينيږي.
په بيلابيلو سيمو کې دافغانستان غوڅ اکثريت اوسيدونکي په پرله پسې  توګه  ټينګارکوي چې دطالبانو له استازو سره دخبرو پرځاى دې دافغانستان دولت  په مستقيمه توګه له پاکستان سره دسولې خبرې ترسره کړي.
وګړني  روايتونه  د دې څرګندوى دى  چې  د افغانستان او سيمې د بې ثباتۍ اساسي عامل  په پاکستان کې شتون  لري ځکه دطالبانو او دبيلابيلو افراطي ډلو درهبرۍ   زړو په پاکستان کې وده کړې  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته