سیاست

جمهور رئیس غني د ایټالیا د دفاع له وزیرې سره وکتل

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې٢۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د ایټالیا د دفاع له وزیرې الیزابت ترنتا سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعګانو په ځانګړي ډول د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې د ایټالیا له همکاریو مننه وکړه او د افغانستان او ایټالیا اړیکې یې تاریخي وبللې وې ویل، په راتلوونکي کال کې به دغه اړیکې سل کلنې شي.
ورپسې د ایټالیا د دفاع وزیرې د اصلاحاتو، له اداري فساد سره د مبارزې، د ښځو د رول د پیاوړتیا او د سولې بهیر د چټکتیا په برخه کې د جمهور رئیس غني هڅې وستایلې وې ویل، ایټالیا به د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته