کابل باختر د وږي ۲۵
اووه تنه ډار اچوونکي پرون په غزني ولایت کې ووژل شول .
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګروال فضل خدا ابراهیم خيل د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه ډار اچوونکي دغزني د قره باغ ولسوالۍ د نوروز خیلو په سیمه کې ددغه قول اردو د منسوبانو په عملیاتو کې ووژل شول .
ده زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې لس تنه نور ډار اچوونکي او د ملي اردو یو منسوب ټپیي شو . سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ