امنیت

په فراه کې دپوليسو په يوې پوستې د طالبانو مرګانى بريد

 دفراه ښار باختر دليندۍ دمياشتې ٢ نيټه :
په  فراه ولايت کې دوسله والو طالبانو په بريدکې د پوليسو درې تنه ماموران  ووژل شول  .
دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه   چې يوې ډلې وسله والو طالبانو فراه ښار ته څيرمه دپوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
دهېوادپه  لويديځ کې يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل ؛ د وسله والو طالبانو په دې بريدکې  دپوليسو درې تنه منسوبين ووژل شول.
ده وويل په دې پيښه کې وسله والو طالبانو هم د زيان اوښتى دى خو دسر دزيان دقيق شمير يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته