امنیت

د ډبرو او شګو د ښويدو له امله د فيض آباد – تخار لويه لاره تړل شوې ده

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
د فيض آباد – تخار لويه لاره د ډبرو او شګو د ښويدو له امله له پرون څخه راپه دې خوا د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
د بدخشان ولايت د فوايد عامې رييس انجنير عبدالغني د باختر آژانس خبريال ته وويل: اوس مسافروړونکي او بار وړونکي وسايط د واټ په دواړو لوروکې دريدلي دي او د فوايد عامې رياست کارکوونکي ساحې ته استول شوي دي او د ترافيکو پرمخ د لارې د پرانستلو په خاطر هلې ځلې کوي .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترافيکو مدير څارمن ابراهيم محمدي وايي: له غره څخه د شګو، خټو او د ډبرو د ښويدلو حجم ډير زيات دى او آن د ٣٠٤ سرويسونو سپرلۍ په سيمه کې کار پيل کړى دى او ښايي نن د مازيګر په پنځو بجو دغه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته