اقتصاد

په هرات کې د کرنيزو سړو خونو د جوړولو لپاره په لازمو اسانتياوو ټينګار

 هرات باخترلړم د مياشتې ١٠  نيټه  :
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست مکلف دى چې  په دغه ولايت کې د کرنيزو سړو خونو د جوړولو لپاره  لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
دهغې غونډې په بهيرکې چې په ولايتي شورا کې دپرمختيايي پروژو په تيره بيا  دبڼوالو اوبزګرانو دميوو  او سبو  دساتنې په خاطر دسړو خونو د جوړولو  او پرمختيايي پروژو په باب جوړه شوې وه؛ دولايتي شورا رئيس کامران عليزايي    په هرات ولايت کې دسړو خونو دنشتوالي په نسبت  دبڼوالو اوبزګرانو دستونزو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په هرات ولايت کې دسړو خونو  جوړول دخلکو له  مهمو اړتياوو  څخه دي .
په پاى کې پريکړه وشوه چې په ولايتي شورا کې  د خلکو د استازو او ولايت  او نورو اړوندو ادارو د استاز و په ګډون يو ګډ هيئت  وټاکل شي او موضوع دې په مرکزکې له اړوندو مراجعو سره شريک کړي چې دهرات دبڼوالو اوبزګرانو   د ستونزو  د حل په لاره کې لازم اقدامات ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته