واشنګتن باختر دوري دوه ويشتمه:
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دامريکا دبهرنيو چاروپخوانۍ وزيره هيلري کلتن سبا ددغه هيواد دجمهوري رياست لپاره خپله نوماندي اعلاموي .
ټاکل شوې ده چې دغه خبر دټولنيزو شبکو له لارې اعلام شي .
ميرمن کلنتن به دامريکا دديموکرات ګوند لومړۍ غړې وي چې ددغه ګوند په مقدماتي مبارزو کې اعلام کړي .
امريکايي رسنۍ وايي چې ميرمن کلنتن خپله نوماندي په ټولنيزه شبکو کې ديوې ويديو دخپرولو له لارې اعلاموي اوددغه خبر داعلامولو لپاره درسمي مراسمو له ويناڅخه به ډډه وکړي .
ميرمن کلتن دخپل ميړه بل کلنتن دجمهوري رياست په وخت کې دسياست په ډګر کې فعاله وه اوله هغه وروسته هم کلونه کلونه يې د امريکا په سنا کې شتون درلود .
دا د ٢٠٠٨ ميلادي کال دجمهوري رياست په انتخاباتو کې هم نومانده شوه خو په مقدماتي پړاو کې يې دامريکا داوسني جمهور رييس بارک اوباما په وړاندې ماتې وخوړه .
ميرمن کلنتن تر ٢٠١٣ ميلادي کال پورې دبارک اوباما دکابينې دبهرنيو چارو وزيره وه .