-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
په سمنګانو ولايت کې سږ کال دپستې حاصلات دتيرکال په پرتله په سلوکې لس زيات شوې دي .
دسمنګانو ولايت دکرنې رييس همايون حبيب باختراژانس ته وويل تيرکال ددغه ولايت دپستې له ځنګلونو څخه يوسلو اوياټنه پسته ترلاسه شوې وه سږ کال د دغه ولايت دپستې محصولات څه دپاسه يوسلو اتيا ټنو ته رسيدلى دى .
دکرنې رييس وايي سږ کال دپستې کيفيت هم ډير ښه دى ده دپستې دمحصولاتو دزياتوالي علت دهوا ښه والي او په خپل وخت دپستې راټولول وبلل .
پسته دسمنګانو ولايت له زراعتي محصولاتوڅخه شمير ل کيږي او اوس يو من پسته ددغه ولايت په بازارونو کې په اته زره پنځه سوه افغانيو پلورل کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ