اقتصاد

د تالقانو دجامع جومات په شاوخواکې د شپږ څلويښتو دکانونو دجوړولوکار پيل شو

کابل باختر د ثور اته ويشتمه :
د تالقانو ښار د جامع جومات په شاوخوا کې د شپږ څلويښتو دکانونو د جوړولو کار د تالقانو ښاروال له خوا او د تخار ولايت د حج او اوقافو رياست په همکارۍ پيل شو.
د دغو دکانونو د بنسټ د ډبرو د ايښودلو په مراسموکې د تخار والي محمد ياسين ضيا د حج او اوقافو رييس عبدالباري راشد، د عالمانو شورا رييس او د ولايتي شورا وکيل او په پارلمان کې د تخار د خلکو استازي ګډون درلود.
د تخار والي دغه اقدام د خلکو او ټولنې ته دخدمت په لاره کې يو مثبت ګام وباله او له هغوکسانوڅخه يې په دې لاره کې يې د همت ملاتړلى ده؛ مننه او قدرداني وکړه. 
د تخار ولايت د حج او اوقافو رييس عبدالباري راشد دباخترآژانس خبريال ته خبر ورکړ: دغه تاسيسات له دووڅخه تر څلورو پوړونو پورې جوړيږي او نږدې  پنځه سوه زرو امريکايي ډالره لګښت غواړي چې د حج او اوقافو رياست له خوا ورکول کيږي.
ده زياته کړه: دغه تاسيسات  به له جوړيدو وروسته د پچې له مخې وويشل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته