ټولنه

په زرنج کې لس زره جريبه ځمکه وګرځول شوه

زرنج  باختردتلې دمياشتې ٥  نيټه :
په نيمروزکې څه دپاسه لس زره جريبه ځمکه پرون له غاصبانوڅخه وګرځول شوه .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
دغه ځمکې د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښارکې دولتي ملکيت دى چې مخکې له دې د ځينو فرصت غوښتوونکو کسانوله خوا غصب شوې وې .
د نيمروز والي د دغه ولايت له امنيتي ځواکونو، ولايتي شورا او له نورو اړوندو  ادارو څخه د دوى د همکارۍ له امله مننه وکړه او په دغه ولايت کې  يې د ځمکې د غاصبانو، اداري فساد او دنشه يي توکو پرخلاف په جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته