امنیت

دوه تنه د بډې اخستنې په تور ونيول شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د رياست موظفينو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تقاعد د خزينې د رياست دوه تنه کارکوونکي د بډې اخستې په تور ونيول .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل :
دغه کسان هغه وخت د استخباراتو رياست د موظفينو له خوا ونيول شول چې له يوه تن څخه يې د ده د قانوني کار د اجرا کولو په بدل کې ٢٠ زره افغانۍ غوښتې وې .
د استخباراتو رياست مسوولين څرګندوي چې دغه دوه تنه د خلکو په همکارۍ او د څارنوالۍ د استازي په وړاندې نيول شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې پرون د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت يو رييس هم په ورته تور ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته