امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ٩ :
دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
امنيتي ځواکونو دغزني اوقندهار دولايتونو په  مربوطاتو کې يو لړ امنيتي
فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، درې تنه ټپيان او يوولس تنه نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه  چاوديدونکي توکي او جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو  ځواکونود هلمند اوبغلان دولايتونو  په مربوطاتو کې شپږ ماينونه  کشف اوشنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته