سیاست

قانونپوه سروردانش :افغانستان نن دسيمه ئيزې همغږى په برخه کې کې ممتاز برياليتوب لري .

-کابل باختر د لړم نهمه :
دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سروردانش چې ديونسکو دنړيوال سازمان دغړو هېوادونو په کلني  کنفرانس کې دګډون په مقصد دفرانسې په پاريس کې دى، تيره شپه د ١٣٩٦ کال دلړم دمياشتې په اتمه نيټه چې د ٢٠١٧ ميلادي کال داکتوبر دمياشتې له ديرشمې نيټې سره سمون خوري په هغې ميلمستيا کې چې په پاريس کې دافغانستان دسفارت له خوا  شوې وه ګډون وکړ اودسفارت دديپلوماتانو او کارکوونکو او په پاريس کې ديوشمير ميشتو افغانانو په وړاندې وينا وکړه .
  دجمهور رييس  مرستيال په پاريس کې دافغانستان له سفير او دسفارت  له ديپلوماتانو څخه دقدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې دې ته په اشارې سره  چې دملي وحدت حکومت په سختو  شرايطو کې خپل کار پيل کړ وويل چې دحکومت دمشرتابه هيئت دهڅو او هاند ،  او دافغانستان دبهرني سياست په برخه کې دپاليسي اوستراتيژيو  دبيا کتنې له امله افغانستان همدااوس دسيمه ئيزې همغږى  په برخه کې ممتاز برياليتوب لري .
ده وويل چې دافغانستان او هندوستان ترمنځ تجارتي او اقتصادي همکاريو پراختيا موندلې ده او دايران له اسلامي جمهوريت سره هم په چابهار  بندر کې اغيزمنه همکاري  پيل شوې ده او افغانستان دسيمې له هېوادونوسره دتعامل  په سياست  دلاس موندلو لپاره مخکښ دى .
دقانونپوه سروردانش دڅرګندونو له مخې، دمنځنۍ اسيا په اړوند اوس جنوبي اسيا  په تيره بيا پاکستان او هندوستان ته دتاپي اودکاسا – ١٠٠٠ پروژو له لارې دمنځنۍ اسيادګازو انرژۍاو دبريښنا دليږدونې  پروژه له خوب څخه په حقيقت  بدليږي او دافغانستان او منځنۍ اسيا اوچين ترمنځ د اوسپنې  پټلۍ دغځولو  دامکاناتو  سنجول دترسره کيدو په حال کې دي چې په دې ترتيب سره به افغانستان له منځنۍ اسيا اوچين سره دجنوبي اسيا دپيوستون په يو مهم مرکز بدل شي .
ده دانکشافي  او بنسټيزو پروژو په باب هم وويل چې  ددغو پروژو دتطبيق  بهير له لازم خوځښت سره يوځاى دى ، ده دبيلګې په توګه دهېواد په زياترو ولايتونو په تيره بيا  په محرومو اوکمو انکشاف  موندلو سيمو کې په کورنيو توليداتو په تکيې سره دبريښنا انرژى  دهراړخيز ماستر پلان دبرابرولو ، داوبو دبندونو دجوړولو ، څيړنې او امکان سنجولو او دسړکونو جوړولو د پروژواو دمهمو انکشافي پروژو دقراردادونو يادونه وکړه  او ويې ويل چې په دې ترتيب  به افغانستان په  راروانو کلونو کې ديادونې وړ اقتصادي سمون ډګر وي.
قانونپوه سرور دانش دخپلې ويناپه يوه  برخه کې دحکومت دمشرتابه هيئت همغږى او اتحاد ته اشاره وکړه .  او ويې ويل هغو ستونزو ته په پاملرنې  سره چې د ملي وحدت دحکومت  دکار په پيل کې شتون درلود اوس دحکومت دمشرتابه په کچه په ملي سياستونو کې دنظر يو والى ، همغږي اوهمفکري  په بشپړه توګه تامين شوې ده او په ټولو مواردو کې دهېواد ګټې او مصالح  په پام کې  دي .
  دجمهور رييس مرستيال دحکومت داجرايي  پروګرامونو په برخه کې  هم وويل چې ملي پروګرامونه اوپاليسى  په بشپړ دقت سره بيا څيړل شوي او ياله سره تدوين اوتصويب  شوي دي چې داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو ، عدلي  او قضايي او له اداري فساد سره دمبارزې په ګډون  برخې پکې شاملې دي اوسربيره پردې درهبرى  په کچه دامنيت ، حکومتوالى  او داقتصادي مسئلو  په بيلابيلو برخو کې يولړ شوراګانې جوړې شوي دي چې دهغو په واسطه  اړونده پروګرامونه مديريت  کيږي .
قانونپوه  دانش  څرګنده کړه دهغو شوراګانو تر څنګ چې دحکومت درهبرى  په کچه دخاصو برخو مديريت او څارنه کوي  دکابينې څه ناڅه لس فرعي کميټې دجمهور رييس ددويم مرستيال له خوا رهبري کيږي .  چې عدلي اوقضايي  قوانينو ، ځوانانو ، جندر او دښځو چارې ، ستندرجوړول احصاييه حج ، دژورنالستانو مصوونيت ، دليک لوست زده کړه او دالکترونيکي  تذکري چارې  تر پوښښ لاندې ونيسي .
قانونپوه دانش  دغه راز وويل چې انتخاباتي اصلاحات تر يوې اندازې پورې ترسره شوي دي او په ١٣٩٧ کال کې دپارلماني او دولسواليو  دشوراګانو دانتخاباتو  او په  ١٣٩٨ کال کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو لپاره تدبيرونه سنجول شوي دي.
دجمهور رييس مرستيال دسولې او امنيت دتامينولو په باب هم وويل چې حکومت په سوله غوښتنه کې رښتيني او جدي دى او په همدې مقصد څه چې لازم  و دسولې په لاره کې  ترسره کړي دي خو نورو اړخونو لاتراوسه پورې په دې اړوند هيڅ راز  عملي ګام نه دى پورته کړى .
دقانونپوه  سروردانش په خبره په افغانستان کې جګړه او ناامني هغه اور دى چې لوګي  به يې دټولو سترګو ته ورسيږي .
اوله همدې امله ښه به وي دسيمې هېوادونه په تيره بيا دافغانستان ګاونډيان په دې پوه شي چې دټولې سيمې امنيت ټيکاو  او سوکالي دافغانستان له امنيت  سوکالي اوثبات سره پيوند خوړلى دى که چيرې  افغانستان ثبات او امنيت ونه لري نتيجه به يې   نه يواځې  په ټوله سيمه  بلکې په ټوله نړۍ کې بي وزلي ، وزګارتيا ، مهاجرت ، دنشه يي توکو قاچاق ، دمواصلاتي او ترانزيتي  لارو  تړل کيدل ، دناارامى پراختيا او دسياسي او اقتصادي حالاتو لړځنده کيدل وي .
دجمهور رييس مرستيال دخپلې وينا په يوه برخه کې دهېواد دسياسي نمايندګيو درندو اومکلفيتونو په باب وويل دغه بنسټونه په دوو محورونو کې مسووليت لري يوله هېوادونوسره داړيکو پراختيا او په نړيواله کچه  دافغانستان ددولت ددريځونو دفاع او دملي ګټو ملاتړ اوبل  هېوادوالو ته دقونسلي خدمتونو وړاندې کول .
ده په فرانسه کې دافغانستان دسفارت  له سفير او ديپلوماتانو  څخه وغوښتل چې په دغو دوو  محورونو  کې  خپل مسووليتونه او مکلفيتونه په ښه توګه ترسره کړي  .
قانونپوه  دانش دافغانستان اوفرانسې ترمنځ  ددوستانه اړيکو په پراختيا  باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  چې فرانسه دافغانستان ددولت اوخلکو يو دوست هېواد دى چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  متقابلې  اړيکې کابو يوه پيړى  لرغونتيا لري او دفرانسې دولت په بيلابيلو  برخو په تيره بيا دفرهنګ او دلرغونپوهنې  دتاريخ په برخه کې تل دافغانستان له دولت سره همکاري کړې ده .
  په دې پروګرام کې په فرانسه کې دافغانستان سفير عبدالله صديقي په دې ترڅ کې  چې دجمهور رييس ددويم مرستيال  او دده دملګري هيئت شتون ته ښه راغلاست ووايه  ژمنه يې وکړه چې دجمهور رييس ددويم مرستيال له لارښوونې سره سم هڅه کوي چې په فرانسه کې دافغانستان سفارت دهېواد دملي ګټو او هېوادوالو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په وړاندې  خپلو قانوني مکلفيتونو ته جدي پاملرنه وکړي .
په دې پروګرام کې  دپوهنې وزير اسد الله حنيف بلخي ، په پاريس کې دافغانستان دسفارت ديپلوماتانو او کارکوونکو په پاريس کې ګڼ شمير ميشتو افغانانو اوسياسي او ټولنيزو  فعالانو برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته