ټولنه

د ګازو ډبې د چاودنې له امله يو تن ټپي شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د کابل ښار په اوولسمه ناحيه کې نن سهار د ګازو ډبې د چاودنې له امله يو دُکاندار ټپي شو.
د کابل ښار پوليسو د اوولسمې حوزې آمر سمونوال غلام الله نورستاني د ګازو دغه ډبې د کابل ښار د اوولسمې ناحيې د٩٠ فاميليو په مربوطاتوکې د خوراکي توکو په يوه پلورنځي کې وچاوديد چې له امله يې د پلورنځى خاوند ټپي شو.
خبرځاى د ګازو د پلورنې په وخت کې د پلورنځى د خاوند بې احتياطي د دغې چاودنې عامل وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته