کابل باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه :
يوځانمرګى بريدکوونکى پرون د کابل ولايت په چارآسياب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې ځانمرګي بريدکوونکي يوه اندازه چاوديدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پرخاى کړي و او غوښتل يې هغه د چار آسياب بازار په يوه ګڼ ميشته ساحه کې وچوي چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
پاى جذ