نړۍ

په چين کې داورښتونو له امله دوژل شويو کسانو شمير ٧٤ تنه ورسيد .

بيجينګ  باختر د غبرګولي  پنځمه :
دچين دحکومت  نوې شميرنې  ښيي چې ددغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې دتيرې اوونۍ په بهير کې دسيلاونو دراوتلو او دځمکې ښويدنې له امله څلور اويا تنه وژل شوي دي او خلکو بايد په راروانو ورځو کې زياتو اورښتو نو ته سترګې په لاره واوسي .
دايرنا دخبر له مخې : دچين په مرکزي  او جنوبي سيمو کې هغه سيلاونه چې له يوې اوونۍ راپديخوا دسختو اورښتونو زيږنده دي دوام لري او دسر دزيان شمير دهرې ورځې په تيريدوسره لوړيږي .
دچين دهوا پوهنې سازمان نن ديوې وينا په خپرولو سره ددغه هيواد دمرکزي او جنوبي سيمو اوسيدونکو  ته خبر دارى ورکړ چې ځان زياتو اورښتونو او دسختو سيلاونو راوتلو ته چمتو کړي . 
دغه سازمان زياته کړې ده چې ښايي هغه سيلاو چې په راروانو ورځو کې به ددغه هېواد مرکزي ختيځې اوجنوبي سيمې  لاندې کړي په څو تيرو لسيزو کې بې سارى وي .
په چين کې دسيلاونو دکنټرول او مخنيوي  ادارې  هم په يوه وينا کې ويلي دي چې ديانګ تسه په ګډون دسترو سيندونو  داوبو کچه  ډيره لوړه شوې ده چې له  ١٩٦١ کال راپديخوا سارى  نه لري .
  په  ١٩٩٨ ميلادي کال کې  دچين په مرکزي سيمو کې د يانګ تسه سيند داوبو دڅپانده  کيدو او دسيلاونو دراوتلو له امله کابو څلور زره تنه ووژل شول .
دچين په بېلابېلو سيمو په تيره بيا په جنوبي برخو کې داورښتونو ، دسيلاونو دراوتلو او دځمکې  ښوئيدنې له امله داوښتو تاوانونو کچه يوملياردو اووه سوه مليونو  ډالرو ته رسيدلې ده .
دچين دهوا پوهنې سازمان خبر دارى ورکړى دى چې ددغه هېواد په ختيځو ، مرکزي  او جنوبي سيمو کې خلک بايد په راتلوونکي يوه اوونۍ کې ډيرو سختو اورښتونو ته چې ښايي په پرله پسې توګه څو ورځې دوام وکړي چمتو کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته