کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
لس تنه وسله وال طالبان پرون د ملي اردو د ځواکونوله خوا په فراه کې ونيول شول .
په فراه کې د ملي اردو د مطبوعاتي دفتر ويندوى محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل : چې دغه کسان د ملي اردو دپوځيانو له خوا په بالابلوک ولسوالۍ کې د عملياتو په بهير کې ونيول شول .
د محمدحنيف رضايي دڅرګندونو له مخې : ددغو عملياتو په بهير کې په سړک کې اته ښخ کړاى شوي ماينونه د ملي اردو د منسوبينو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ