سیاست

جمهور ريیس غني د ملي ورځې په توګه د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په شانداره نمانځلو ټینګار وکړ

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې عالي بورډ غړو سره وکتل او د دغه بورډ د کړنو راپور یې واورېد.
د جمهور رييس د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ، په دغې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د چارو د ادارې لوی ريیس سید عبدالوحید قتالي د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د شاندارو مراسمو لپاره د یادې ادارې د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې شپاړس ګونو کمېټو په ۱۵۰ برنامو کار کړی چې د خلکو او دولتي ارګانونو ونډه پکې پراخه او هر اړخیزه ده، ترڅو د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مراسمو جشن په شاندار ډول ونمانځل شي.
جمهور ريیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته د ترسره شویو کارونو په خاطر مننه وکړه او د یوې ملي ورځې په توګه یې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په شانداره نمانځلو ټینګار وکړ.
جمهورريیس وویل، د هېواد د خپلواکۍ د شانداره جشن  په اړه باید ټولې دولتي ادارې په ګډه هر اړخیزه همکاري وکړي.پاى جهان يار

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته