سیاست

دامريکا جمهور رييس: په افغانستان کې سخته دنده په مخکې لرو

واشنګتن ډي ډان   دوږي دمياشتې ١٢ :
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما پرون وويل چې دغه هيواد اوس هم په افغانستان کې له سختې دندې سره مخامخ دي او آن که چيرې په ٢٠١٤ کال  کې دامريکا يو زيات شمير محارب ځواکونه له افغانستان څخه ووځې  بيا به هم  دغه هيواد له افغانستان سره خپلو همکاريوته دوام ورکړي.
دباختراژانس  دخبرله مخې، اوباما پرون دانتخاباتي  کمپاين په بهيرکې دافغانستان  جګړې ته په اشارې سره  دغه څرگندونې وکړي.
اوباما دجمعې په ورڅ دغه راز له هغو عسکرو سره چې په افغانستان کې يې دنده ترسره کړى ده دحوات اوتکزاس په ښارونو کې وکتل او خبري يې ورسره کړي.؛ده دشنبې په ورځ  په خپلې اوونيزې راديويي وينا کې  دافغانستان مسئله جوته کړه او ويې ويل چې تراوسه پورې په افغانستان کې زيات کارونه زموږ پرمخ پراته دي .
ده زياته کړه  چي دامريکا او ددغه هيواد دمتحدينو ځواکونو په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ورکړې ده او دافغان ځواکونو په مشري دامنيتي مسوولينو ليږدول يې پيل کړي دي خو له افغانستان سره دامريکا دهمکاريو پاى نه دي .
د اوباما دڅرگندونوله مخې ،دهغو عسکرو  وروستي ډله چې ده دطالبانو پرخلاف په ٢٠٠٩  کال  کې دعملياتو ديوې برخې  په توګه  دهغو داستولو لارښونه کړې وه، په  راتلوونکي مياشت کې به خپلو کورونو ته ستانه شي .
دامريکاجمهور رييس دخپلو خبرو په دوام ويلي دي چي امريکايي  او دناټو ځواکونه چمتو دي چي افغانانو ته دپوځي قومانداني دسپارلو لپاره په  ٢٠١٤ کال  کې پلان عملي کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته