نړۍ

دفنلند دولت له اوو زرو تنو افغان پناه غوښتونکو څخه دير اړ کسان دپناه غوښتوونکو په توګه مني .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دفنلنددکورنيوچارود وزيرمرستيال پاروي نيرګ دافغانستان دمهاجرينو دراستنولو دچارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي سره په دغه هېواد کې دميشتو افغان مهاجرينو دحالت په اړوند خبرې وکړې
باختراژانس دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت داعلاميې له مخې خبر ورکړ. په دې غونډه کې چې دمهاجرينو دراستنولو دچارو په وزارت کې وشوه په کابل کې دفنلند سفير او ددغه هېواد دکورنيو چارو وزارت ځينو مقاماتو برخه لرله دفنلند  دکورنيو چارو وزارت مرستيال ، دمهاجرينو دراستنولو دچارو له وزارت  څخه دافغان مهاجرينو په خپله خوښه يا داوطلبانه راستنولو په باب ددوه اړخيز تفاهم دلاسليک کولو غوښتنه وکړه او دهغه دمسودې پيشنهادي متن يې عالمي بلخي ته وسپاره .
سيد حسين عالمي بلخي دفنلند  دحکومت غوښتنه په دغو خبرو او تفاهم ليک  کې دمهاجرت دنړيوال سازمان او دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري شتون الزامي وباله او له دغه هېوادڅخه يې  دماجرت دمخنيوي لپاره دراستنو شويو  په بيا ادغام کې دهمکاري غوښتنه وکړه او ويې غوښتل چې دغه موارد دې هم ددواړو لورو په تفاهم ليک کې  ځاى کړاى شي .
عالمي بلخې زياته کړه ديو هراړخيز چتر دجوړولو لپاره داروپا له اتحاديې سره خبرې روانې  دي  او له هېوادونوسره تفاهم ليک بايد داروپا له اتحاديې  سره دهراړخيز چتر په رڼا کې برابر شي .
ده ټينګار وکړ: افغانستان دخپلې خوښې راستنيدو په هر وخت کې چې وي هرکلى يې کوي .  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير په دې غونډه کې رواني او فزيکي ناامنۍ دمهاجرت اصلي دليل وباله ويې ويل دنړيوالو قواعدو له مخې هغه کسان چې اصلي سيمې يې ناامنې وي له مقصد له هېواد څخه نه ايستل کيږي له دې امله دافغانستان امنيتي  شرايط  دې دافغانستان او فنلند  ترمنځ تفاهم ليک کې په پام کې ونيول شي .
دفنلند  دکورنيو  دچارو وزارت مرستيال  ياروي نيرګ د مهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت په پيشنهادي مواردو کې ددغه هېواد دهماهنګي  داعلام په ترڅ کې وويل دفنلند  دولت هلې ځلې کوي له هغو اوو زرو تنو افغانانو څخه چې په تيرکال کې  دمهاجرتونو  له پيل څخه تراوسه پورې  يې په دغه هېواد کې دپناه غوښتنې غوښتن ليکونه ورکړي دي  ډير اړ کسان يې ومني .
ده څرګنده کړه په فنلند کې دافغانانو دپناه غوښتنې غوښتن ليکونه په جلا جلا ډول څيړل کيږي او دغه بهير دروان کال داګست ترمياشتې پورې پاى ته رسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته