امنیت

د پاکستان په هوايي بريدونوکې شل تنه جګړه مارطالبان ووژل شول

پيښور – دى دان – باختر د وږي دمياشتې ٢٥
د خيبر – پښتونخوا په ايالت کې نن سهار د طالبانو په دريو پټنځيو د پاکستان د جنګي الوتکو د بريدونو له امله څه ناڅه ٢٠ تنه ووژل شول .
پاکستاني پوځيان وايي چې دغه بريدونه د خيبر په سيمه کې وشول چې د شلو تنو طالبانو په وژل کيدو سربېره د هغوى د مهماتو دوه ډيپوګانې هم دړې وړې شوې دي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې دخبرله مخې: د وژل شويوکسانو هويت تراوسه پورې معلوم نه دى او پوځيانو په دې باب د زياتو جزيياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.
په خيبر ايجنسۍ کې وروستي هوايي بريدونه په داسې وخت کې وشول چې پاکستاني پوځيان د شمالي وزيرستان په قبايلي سيموکې په جګړه کې ښکيل دي.
د يادونې وړ ده چې پرون هم د ډيورندکرښې له اخوا په قبايلي سيمو د پاکستان په هوايي بريدونوکې څه ناڅه پنځلس تنه ياغيان ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې: د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې نن سهار د ياغيانو ترمنځ نښته کې څه ناڅه درې تنه سرحدي ځواکونه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته