فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا
دکابل ښار او دهېواددولايتونو دکيبلي شبکو دامتياز ټولو خاوندانو ته خبر ورکول کيږي چې دکيبلي شبکو دفعاليت دښه تنظيم په مقصد دې دغه ټکي په پام کې ونيسي اولازم اجراات وکړي  :
١_   د کيبلي شبکو  هغه ټول خاوندان  چې لا تراوسه پورې دفعاليت جواز نلري ، دفعاليت دمجوز دترلاسه کولو په خاطر دې  خپل غوښتنليکونه  ددغې خبرتياله  دخپريدوله نيټې څخه وروسته تر يوې مياشتې پورې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينيت ته وسپاري .
٢_  ټولې کيبلي شبکې دې خپل فعاليت دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون له حکمونوسره سم  ترسره کړي.
٣_  کيبلي شبکې دې بايد  دکال په پيل کې دخپل فعاليت   اودنه فعاليت په باب  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته په ليکلي ډول ر پوټ وړاندې کړي.
٤_  دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون د ٢٦ مادې  له دويمې فقرې سره سم دکيبلي شبکو  مسوول مديران مکلف دي   چې خپل رپوټونه  دماليې وزارت  او درسنيو عالي شورا ته  وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته