امنیت

د کورنيو چارو وزارت د امنيتي ځواکونو د دوو تنو شهيدانو په وارثانو دوه اپارتمانونه وويشل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
دهېواد د کورنيو چارو وزارت د غزني د دوو تنو شهيدو پوليسانو په کورنيو په کابل ښارکې اپارتمانونه وويشل.
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد د جمهوري رياست او د کورنيو چارو وزارت د حکم له مخې هغو کورنيو ته چې د خپلې کورنۍ څه ناڅه دوه تنه غړي د پوليسو د ځواکونو په ليکو کې له لاسه ورکړي دي؛ په کابل ښارکې د يو اپارتمان مستحق پيژندل شوي دي .
ده زياته کړه: د غزني دپوليسو د شهيدانو وارثانو ته هم د کورنيو چارو وزارت له خوا دوه اپارتمانونه په پام کې نيول شوي و او نن د هغې پچې اچونې له امله چې د شهيدانو د اتلسو کورنيو ترمنځ وشوه؛ دوه کورنۍ مستحقې وپيژندل شوې.
د پچې اچونې په مراسموکې د عدلي او قضايي ارګانو، د ملي امنيت د لوى رياست او د دولتي شورا استازو ګډون کړى و .
د غزني ولايت مرستيال محمد علي احمدى په دغو مراسموکې د امنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې او ژمنه يې وکړه، د هغو امنيتي ځواکونو په کورنيو چې د دندې په بهيرکې شهيدان شوي دي؛ د استوګنې نمرې په پام کې نيول شوې دي او په نږدې راتلوونکې د دوى ښارګوټي د ولايت د مقام له خوا پرانستل شي او په هغوى به وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته