امنیت

دملي اردو دلوى درستيز مرستيال : په داعش له برياليتوب څخه په بشپړه توګه ډاډمن يو

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٣ :
دملي دفاع وزارت يو لوړ رتبه مقام وايي چې دغه وزارت  له داعش سره دمبارزې په مقصد  په يوه هدفمنده ستراتيژۍ  کار کوي.
دافغانستان  دوسله والو  ځواکونو دلوى درستيز مرستيال  جنرال مرادعلي مراد يوې راډيويي شبکې ته ويلي دي  چې دداعش   له تروريستي ډلې سره مبارزه   د هېواد دحکومت او دفاعي ځواکونو له لومړيتوبونو څخه دي چې  په يوه هدفمنده ستراتيژي کې به ترسره شي چې کار ورباندې دوام لري او په دې برخه کې  سراسري ملاتړ شته .
دجنرال مراد  دڅرګندونوله مخې په هغو ساحو کې چې داعشيان شتون لري  جدي عمليات دوام لري .
دى وايي  دامنيتي ځواکونوپه برياليتوبونو   بشپړ ډاډمن  يم  چې په  ختيځ زون کې دافغانستان  دفاعي او امنيتي ځواکونو هغوى ته  دسر دروند زيان اړولى دى  خو دوى اوس  په دې  خاطر چې وکولاى شي  ځان وساتي  په  کوچنيو ډلو ويشل شوي دي  او نورو سيمو ته  تښتيدلي دي.
دملي دفاع وزارت دغه جګپوړى مقام وايي  دداعش دډلې  ځپل دافغانستان  ددولت او ددفاعي ځواکونو يو لومړيتوب دى او دداعش پرخلاف دمبارزې په لاره کې دټولو هېوادونو ملاتړ شته
دغه ډله   له ستر کميت څخه په کوچنيو ډلو ويشل شوې ده  چې  هغوى هم زموږ دشپنيو او ځانګړو عملياتو تر  تعقيب لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته