ټولنه

حقیق: د ملکي کسانو وژل ستر جنایت دی

کابل – باختر د ليندۍ د مياشتې ٤
په دې وروستیوکې له بده مرغه بې امنیو او د ملکي کسانو وژلو زور اخستی دى.
پخوا به شکایت دا و چی بهرني پوځیان بمبارونه کوي او خلک په ډله ییزه توګه وژني، خو دا ځل هغوی نه بلکې وسله وال مخالفین تورن دي چی په ډله ییزو وژنو لاس پورې کوي. چې یوه بېلګه یې د لېندۍ دمېاشتې په دويمه نېټه د پکتیکا ولایت د یحیی خیلوپه ولسوالۍ کې هغه ځانمرګی تروریستي برید دى چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۴۵ تنه ملکي وګړي شهیدان او نږدې۶۰ تنه نورټپیان شوي دي.
دا غمجنه پیښه داسې مهال رامنځته شوه چې د دغه ولایت د یحیی خیلو، خیرکوټ او یوسف خیلو ولسوالیوځوانانوپه خپل منځ کې د والیبال سیالي ترسره کوله.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی د دغه تروریستي برید د غندلو په ترڅ کې دا کرکجن عمل د افغانستان د دښمنانوکاربللی دی او اړوندو چارواکو ته یې په دې اړوند لازمې لارښوونې کړې دي.
د یحیی خيلو پېښه څو مېاشتې وروسته د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ له پېښې رامنځته کېږي چې په هغه  پېښه کې هم تر یو سلو پنځوسو تنو پوری زموږ ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله  اوښتې وه.
د افغان دولت وسله وال مخالفین په خپلو ادعاو کې وایی چې موږ د افغاانستان د خپلواکۍ لپاره ملا تړلې او غواړو چې له بهرنیانو څخه خپل وطن وساتو خو بیا په عمل کې خپل هغه هیوادوال وژني چې خپل عادي ژوند پرمخ بیایی .
د ملکي کسانو وژل او دهغو کسانو وژل چې  ورزشي لوبې ترسره کوي یا هغه ګوري؛ ستر جنایت دی او عاملین یې د نه بښونکې عمل مرتکب دي.
دغه تروریستی بریدونه هیڅکله هم د توجیه وړ نه دي. د داسې کړونو عاملین د بهرنیو دښمنانو په واک دي او د هغوی پلانونه عملي کوي ، ریښتیني افغانان هيڅکله هم  خپل هیوادوال نه وژني .
دغه ډول بریدونه که هرلوری ترسره کوي او په هرنامه یې چې ترسره کوي؛ دملت او خلکو له خوا محکوم دي او عاملین به یې کله هم دملت له پلوی نه برخمن نه وي . عام ولس په داسې حال کې چې د داسې پېښو عاملین غندي؛ له دولتي چارواکو او څانګو هم پوره پوره ګیله لري چې د دوی د امنیت غم ورسره نشته.
شنوونکي او عام ولس وایی چې چارواکو یواځې خپل امنیت نېولی ، هغوی څو څو ساتوونکي لري او له ځان څخه یې کانکریتی دیوالونه چاپیر کړي، نوځکه یواځې ملکي خلک او عام افغانان د بریدونو موخه ګرځي.
که چېرې دغه ټول امکانات چې لوړ پوړو چارواکو د خپل امنیت ساتنې لپاره کارولي؛ د ولس په ګټه وکارول شي؛ په ډاډمنه توګه به د عامو خلکو  او د ملکي کسانو امنیت هم تامین شي او دا د پېښو د آني او د سملاسي  مخنیوي لامل کېدای شي. خو اصلی خبر د جګړې د ټولو عواملو دله منځه وړلو مسئله ده .
که چېرې زموږ په هیواد کې سوله وي؛ نو بیا به نه دا ډول بریدونه وي او نه به هم خلک ناکراره وي. جګړه نه یواځې دخلکو په روان او ژوند اغیزه لري؛ بلکې دهیواد په اقتصادي او امنیتي حالت هم اغیزه لري چې له همدې کبله یې عوامل باید له منځه یووړل شي.
څومره چې وخت تیریږی او په هیواد کې د بې امنې بهیر دوام مومي؛ هومره د افغانستان خلکو او په ټوله کې زموږ د هېواد هریو بنسټ  ته کلک زیانونه رسېږی چې جبران یې ورځ تربلې ستونزمن او ناشونی کېږی.
ترهغو چې افغانان په خپله خپل هیواد جوړ نه کړي او د ښکیلاک اوتیریو نه دخلاصون لپاره ځان ته لاره ونه لټوي؛ بل څه کې چاره نشته او د خلاصون عوامل هم یواځې په یووالی ، د پوهې په لاسته راوړو، د خپلو بنسټونو په بیا آبادولو  زیار او کوښښ کې نغښتي.
د ملکي کسانو وژل ستر جنایت دی او په هېڅ ډول توجیه کېدلای نه شي او عاملین یې باید ډير ژر له داسې کرغېړنو عملونو لاس واخلي، که نه د ملت له کلک غبرګون سره به مخامخ شي او هم به د الله (ج) د جزا وړ وګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته