کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه :
دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې ديوې اعلاميې په خپرولو سره په ولايتونوکې له ټولو دولتي مسوولينو څخه غوښتي دي په رسنيو کې له کړکيچ پيداکوونکو څرګندونو څخه چې خلکو ترمنځ د تفرقې دپيداکولو سبب کيږي په کلکه ډډه وکړي .
په اعلاميه کې دزمانې حساسيت ته په پاملرنې سره له ټولو سيمه ئيزو مسوولينو ( واليانو ، دولايتونو له مرستيالانو ، ښاروالانو ، دولايتي شوراګانو له وکيلانو ، ولسوالانو او ولايتي ويندويانو ) څخه غوښتل شوي دي، له داسې څرګندونو څخه چې دخلکو ترمنځ دتفرقې دپيداکيدوسبب کيږي ډډه وکړي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي زياته هڅه دې وشي چې له سيمه ئيزو رسنيو ، ټولنيزو شبکو او له وګړنيو غونډو او خبرو څخه دسولې دفرهنګ درواجولو او دبيلابيلو وګړنيو ډلو ترمنځ ديو والي دبرابرى دپياوړتيا لپاره استفاده وشي .
0 1 دقیقه لوستل