ټولنه

په لغمان کې ٨١٩ کلي د ملي پيوستون د پروګرام تر پوښښ لاندې ونيول شول

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
د لغمان ولايت يو شمېر خلکو پرون د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياووڅخه ګټه واخسته .
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پيوستون د پروګرام کار د ٣٨ مليونو ٦٤٢ زرو افغانيو په لګښت د لغمان ولايت د عليشنګ، الينګار، بادپښ او د قرغيو په ولسواليوکې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د محافظوي او د استنادي ديوالونو، د اوبو لګولو د کانالونو، پلګوټو او د ټولنيزو مرکزونو جوړول، د پليو لارو پخول، د سړکونو جوړول او کريړ اچول او د لاسي بمبو په درولو سره د څښاک د روغتيايي اوبو د څاګانو کيندل شامل دي .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په لغمان ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې ٨١٩ کلي د پراختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې نيولي دي او په دې بريالى شوى دى چې په بېلابېلو برخوکې ٢٦٤٤ پروژو بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته