کابل باختر د ثور شپږمه :
دهرات ولايت داوبو رسولو رياست په راتلوونکي کال کې په هرات ښار کې داوبو رسولو دڅو سترو پروژو داجرا کولو خبر ورکړ .
دهرات ولايت داوبو رسولو رياست سرپرست نجيب الله اريا درپوټ ورکولو په غونډه کې وويل: دهرات ولايت دهېواد په کچه لومړۍ ولايت دى چې ددغه ولايت داوبې ، شينډنډ ، غوريانو ، زنده جان او دپښتون زرغون دولسواليو اوسيدونکي دڅښاک دروغتيايي اوبو له نعمت څخه ګټه اخلي .
ده ديوزرو اووه سوه شپږ څلويښتو کوچنيو بندونو دترميوولو ، دپراختيايي شبکو دکار دپيل او دشرق انجيل دپروژې دتمديد ، دصوفي آباد دعرفان ښارګوټي دپراختيايي شبکې دپيلولو ، دمجاهدينو دښارګوټي دژورې څاه او دهغه دتاسيساتو د فعالولو چې کابو زر کورنۍ داوبو رسولو تر پوښښ لاندې نيسي هم ډاډ ورکړ .
0 1 دقیقه لوستل