اقتصاد

د اعاشې پورونو ورکولو په تړاو رسنیز کنفرانس جوړشو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او دکورنیو چارو وزارت دتامیناتي مرستیال محمد حمید طهماسي، په ګډه نن د کورنیو چارو وزارت د (1391،1392او1393) کلونو اعاشې، پاتي شوي پورونو په ورکولو رسنیزه غونډه جوړه شوه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دمالیې وزیر وویل: دمالیې وزارت د خپلو پرلپسې هڅو په واسطه په افغانستان کې د امنیتي لېږد د ګډو ځواکونو له قوماندانۍ (CSTC-A) سره د کورنیو چارو وزارت د قراردادیانو پاتې شویو اعاشوي پورونو په ورکولو دوه اړخیز مالي هوکړه لیک لاسلیک کړ او په پایله کې به د هغو پاتې شویو پورونو یوه برخه چې د مالیې وزارت په غاړه به وي په ملي بودیجه کې ورګډه شي چې شرکتونو ته به په خپل وخت د حق ورسپارلو، د خصوصي سکټور د هڅونې، ملاتړ، عدالت برابرولو او روڼتیا په رامنځته کولو سره به له کورنیو چارو وزارت سره په یوه غږ مستحقو شرکتونو ته ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال وویل: موږ د کورونیو چارو وزارت مستحقو قراردادیانو ته د پورونو په ورکولو ژمن یو چې د عدالت ساتلو او رڼې پروسې له لارې یې تر سره کړو.
د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت په تېرو کلونو کې د اعاشې له قراردادیانو سره له ټاکلې بودیجې ډېر قراردادونه کړي چې په پایله کې د کورنیو چارو وزارت ۳ میلیارده افغانۍ له اعاشوې قراردادیانو څخه پوروړی شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته