ورزش

دهيواد دکرکټ ملي ټيم لومړۍ ماته ومنله .

کابل باختر دوري لسمه
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن داماراتو دکرکټ دملي ټيم په وړاندې ماتې ومنله .
دباختراژانس دخبر له مخې، دغه سيالۍ چې نن سهار دافغانستان دکرکټ دملي ټيم او داماراتو دکرکټ دملي ټيم ترمنځ وشوه  افغانستان لومړۍ لوبه پيل کړه اوسيال ټيم ته يې ديو سلو دري څلويښتو منډو هدف وټاکه چې داماراتو ټيم وکولاي شول په وروستي پړاو کې  ورکړى شوى هدف پوره کړي او بريالى شي .  دکرکټ  بورد دپروګرامونو مدير بشير ستانکزي دباختراژانس خبريال ته وويل دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم په تيرو دوو سياليو کې وکولاي شول دعما ن اودبحرين ملي ټيمونو ته ماتې ورکړي او په دريمه لوبه کې يې داماراتو ټيم په وړاندې ماتې ومنله .
يوه اړونده  خبرځاى وويل ،دملي ټيم بله  لوبه سبا دافغانستان په وخت له غرمې مخکې په نهو بجو دکويت دکرکټ له ملي ټيم سره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته