سیاست

جمهوررئیس غني او د بوسنیا د جمهوري ریاست د شورا رئیس دراګان چوویچ په ګډو همکاریو ټینګار وکړ

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١مه
د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست د شورا له رئیس دراګان چوویچ سره چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس محمداشرف غني د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست د شورا رئیس ته ښه راغلاست ووایه او له افغانستان سره یې د دې هېواد د همکاریو مننه وکړه.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او بوسنیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ټینګښت او همکاریو پر لا پیاوړتیا تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
د بوسنیا د جمهوري ریاست د شورا رئیس دراګان چوویچ د جمهوررئیس غني د قدردانۍ ترڅنګ، افغانستان ته په خپل سفر خوښې وښوده او ډاډ یې ورکړ، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته