امنیت

صديق صديقي : دکندزاودځينوشمالي ولايتونو امنيتي حالت ښه شوى دى .

-کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي  نن په  يوه  خبري غونډه په داسې حال کې چې  دپوليسو دتروريستي ضد او د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې شپږ مياشتنۍ فعاليتونه يې وړاندې کړل دکندز او د هيواد ديوشمير شمالي ولايتونو دامنيتي حالت دښه والي يادونه وکړه . 
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  صديقي دهيوادپه يو شميرشمالي ولايتونوکې وروستيو ناامنيوپه اشارې سره وويل چې  دافغانستان  دخلکو دښمنانو دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې  خپل تروريستي فعاليتونه  دتيرکال دهمدې مودې  په پرتله په سلوکې  ديرش زيات کړل  چې په مقابل کې  ملي پوليسو هم دهيواد له نورو امنيتي ځواکونو سره د ډار اچوونکو پرخلاف  خپل فعاليتونه او عمليات په سلوکې اويا زياته کړي  او دښمن ته يې  ځپنده  ګوزارونه  ورکړل .
صديقي  څرګنده کړه چې دپوليسو  ځواکونو د ٢٦٣٧مستقلو او ګډو عملياتو په بهيرکې ٥٦٣٥ تنه تروريستان ووژل ،٣١٠٢ تنه يې  ټپيان او ٥٣٩ تنه يې ونيول .
ده دغه راز وويل  چې ٦٣١ تنه دتروريستي فعاليتونو په تور نيول شوي دي او ددښمن څه ناڅه ١٣٠٠ميله سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي  توکي دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
دکورنيو چارو وزارت وياند دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې په لاره کې دملي پوليسو دځواکونو برياليتوبونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دې موده کې دپوليسو ځواکونو څه ناڅه ١٢ زره تنه دجنايي پيښو  په اړوند نيولي دي او دنورو جنايي  قضيو دعاملينو دنيولو په مقصد خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي .
صديقي وويل  له نشه يي توکوسره د مبارزې پوليسو ديارلس ټنه اپين ،څوارلس ټنه چرس ، درې ټنه هيرويين او يوه اندازه  الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته