سیاست

په بین الافغانی مذاکراتو دایمی سولې ته رسیدالی شو تر عنوان لاندې په کابل کې غونډه وشوه.

کابل باختر دثورد مياشتې ١٤نيټه :
په بین الافغانی مذاکراتو دایمی سولې ته رسیدی شو تر عنوان لاندې په کابل کې غونډه وشوه.
یاده غونډه چې د سولې لپاره جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو دمعین ډاکټر کمال سادات تر څنګ پکې ګڼ شمیر سیاسیونو او مدني فعالانو برخه درلوده.
د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات یادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وویل چې افغانان سولې ته سخت تږي دي او په هره بیه چې وي سوله غواړي،
ده همداشان زیاته کړه چې د بین الافغاني مذاکراتو په واسطه کولای شو چې دایمي سولې ته ورسيږو او له طالبانو یې هم وغوښتل چې بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.
ډاکټر کمال سادات همداشان د جمهور ریئس غنی د کوښښونو چې د سولې لپاره یې کوي قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې جمهوررييس د مشورتي لویې جرګې په جوړولواو په جرګه کې ځوانانو ته په لویه ونډه ورکولو  دا ثابته کړه چې جمهوررييس دایمي سولې ، یووالي او په حکومت کې د ځوانانو ونډې ته ژمن دی.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته