ايبک باختردتلې د مياشتې ٢٣ نيټه :
په سمنګانو ولايت کې نن په اووه نيمو کيلومتر سړک د کريړ اچولو کار پيل شو.
دسمنګانو ولايت دکليودبيا جوړولو اوپراختيا رياست رئيس انجنير عبدالرب حکيمي باختر آژانس ته وويل چې دغه سړک پنځه متره سور لري او د روى دوآب ولسوالۍ د خواجه زاهد کلي د دغې ولسوالۍ له دريو کليو سره نښلوي .
حکيمي زياته کړه: د دغې پروژې لګښت ٢١٥ زره امريکايي ډالره کيږي چې د سويډن هېواد له خوا ورکول کيږي او کار به يې په نهو مياشتوکې بشپړ شي.
پاى ع ذ