کابل / باختر/ د زمري٣٠مه
د هېواد د بازار له اړتياوو سره سم د ماسترۍ شپږ ګډ پروګرامونه ، د افغانستان او هند د تحصيلي بنسټونو له لوري برابرېږي.
د باختراژانس د خبرله مخې، دغه پروګرامونه دهغه هوکړه ليک پربنسټ چې د لوړو زده کړو وزارت او د هند د بشري سرچينو د پراختيا وزارت ترمنځ د روان ميلادي کال د مارچ په مياشت کې لاسليک شوي و، پيلېږي.
د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو اړيکو او د بورسونو د تنظيم رياست سرپرست سيد عالم رحمتي په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون او د کابل د پل تخنيک پوهنتون استازو هم شتون درلود د بلخ ، قندهار ، او د خوست د شيخ زاهد پوهنتونونو له استازو سره د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د دغو پروګرامونو د بهير د تطبيق او ګړندي کولو د څرنګوالي په باب يې خبرې وکړې.
هغه وويل، چې په دغو څانګو کې د بيا رغاونې مديريت، کمپيوترساينس، ژورناليزم، کانونو، کرنيزې ټکنالوژۍ، د کرنيزې ماشينرۍ او د اوبو د سرچينو مديريت شامل دي.
رحمتي د هېواد د مرکز او ولايتونو د پوهنتونونو له مسوولانو څخه وغوښتل چې په مستقيم ډول دې د هند هېواد له مشخص شويو پوهنتونونو سره اړيکه ونيسي او له يو زماني جدول سره سم دې په دې لنډ ممکن وخت کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پرمختيا له رياست سره په همغږۍ کې د دغه پروګرام د تطبيق لپاره خپل مسووليتونه ترسره کړي .
ختم _ ف_ اکرم