تهران- نړيوالې خبري منابع – باختر دلړم دمياشتې ١٣
دبشردحقوقو ديو پيژندل شوي قانون پوه په ګډون څلوروتنو سياسي بنديانو په ايران کې دجيل په شرايطو داعتراض په خاطر د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى دى .
ددغه قانون پوه عبدالطيف لور مايده وايي چې دغو بنديانو دسلطاني د زيږيدو دشپيتمې کاليزې له امله دشنبې په ورځ په اعتصاب لاس پورې کړى دى .
دوي سياسي بنديانوته د روغتيايي خدمتونو دنشتوالي په خاطر د اوين او د ايران
په نورو جيلونو کې په اعتصاب لاس پورې کړى دى .
عبدالطيف سلطاني او شرين عبادي چې دنوبل دسولې دجايزې ګټونکې دي دواړو دبشردحقوقو دمدافعانو مرکز جوړ کړى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ