اقتصاد

دکانونو وزارت په راتلوونکو څوکلونو کې دکانونو دراايستلو څوتړونونه لاسليک کوي .

کابلباختردسرطان ١٥
دکانونو وزارت مقامات په پام کې لري چې په راتلوونکو دوو مياشتوکې له يوشميرهيوادونو سره د کانونو دراايستلو څوقراردادونه لاسليک کړي .
دهيواد د کانونو وزارت سلاکار اصف فروزان باختراژانس ته خبر ورکړچې د متحده عربي اماراتو ، دامريکا د متحده ايالاتو ، کاناډا، پولند ،بريتانيې ،هند اود ترکيې د هيوادونو يوشميرپانګه وال ديته چمتو شوي دي چې دکانونو دراايستلو په برخه کې په افغانستان کې پانګه وا چوي او په راتلوونکو دوو مياشتو کې دحاجيګک داوسپنې ،دغزني دزرکشان دسرو زرو، دبدخشان دسرو زرو اود خم ياب دمسو د کانونو دراايستلو اودکانونو دراايستلو په څو نورو پرو ژو کې قراردادونه لاسليک کړي چې ټول لګښت يې نږدې درې زره مليارده امريکا يي ډالره اټکل شوى دى.
دهيواد دکانونو وزارت سلاکاروايي د هيواد دکانونو قانون تصويب شو اودهيواد د جمهور رئيس له خوا د هغه په توشيح سره به په کانونو کې دپانګې اچونې په برخه کې زيا تې اسانتيا وې برا برې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته