کابل باختر د وري دمياشتې ١٣ :
په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه د کامديش ولسوالۍ بازار ته څېرمه کله يې چې د يو لړ ډاراچوونکو بريدونو په ترسره کولو بوخت وو، د پوځيانوله خوا پرې بريد وشو.
په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
پوځيان په نورستان ولايت کې د وسله والو ډار اچوونکو د دوو جنګي وسايلو د ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې په برګ مټال ولسوالۍ کې کشف شوې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ