امنیت

پنځه تنه آلماني عسکر په کندز کې ټپيان شول.

کندز- باختردزمري دمياشتې ١٥ :
پنځه تنه آلماني عسکر پرون دکندز ولايت د چاره درې ولسوالۍ په سړک کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ټپيان شول.
په کندز ولايت کې د آلماني پوځونو مطبوعاتي مسوول  ډګرمن مارکس پرون خبريالانو ته وويل : پنځه تنه عسکر يې په دې پيښه کې ټپيان شوي او يو موټر يې له منځه تللى دى .
يو عيني شاهد د دغې پيښې په تاييدولو سره وويل  ، دغه ماين چې د وسله والو طالبانو له خوا د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په  لاره کې ښخ کړى شوى و هغه وخت وچاوديد چې آلماني سرتيرې په ګزمې بوخت وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته