امنیت

دداعش اووه تنه غړي په ننګرهار کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .

کابل باختر دليندي شپږمه :

دداعش دډلې  اووه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .

  په دغو تروريستانو داچين په ولسوالۍ کې بريد شوى دى.

دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې اووه تنه غړي وژل شوي دي .

ده وويل ډاراچوونکي په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې پرې بريد وشو .

  دداعش  ډلې تراوسه پورې په دى اړوند څه نه دي ويلي .

ويل کيږي چې په دى بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته